سیګار: په افغانستان کې په بریدونو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی

روهي (پنځه نۍ/ ۱۵ د لړم)، سیګار چې د افغانستان په بیارغونه د څار اداره ده، په خپل وروستي راپور کې وایي چې په افغانستان کې د تېرو دریو میاشتو په پرتله په وروستیو دریو میاشتو کې ۵۰ سلنه وسله والې حملې زیاتې شوې دي.

سیګار نن په همدې موخه په خپاره کړې راپور کې ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې افغان امنیتي ځواکونو ۱،۱۱۱ ځمکني عملیات کړي چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره زیاتوالی دی.

سیګار د امریکا د دفاع وزارت په حواله ویلې، چې طالبانو د امریکا سره شوې تړون له مخې د حملو په کچه کې حد ټاکلی خو د راپور پر بنسټ چې د افغان دولت او امنیتي ځواکونو د کمزورې کیده لپاره یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ نښتو کې هره ورځ ولسي خلکو ته ګڼه مرګ ژوبله اوړي او ملګرو ملتونو هم ویلي، چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې یې د ولسي وګړو ۲،۱۱۷ مړینې او د ۳،۸۲۲ ټپیانو شمېر ثبت کړی دی.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201105_124048_317.sdoc-->