ګڼ اورپایي هېوادونه یو ځل بیا بندیزونو ته ورګرځي

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د لړم)، له هغه وروسته چې په ګڼو اروپایي هېوادونو کې د کرونا وېروس پېښو ډېرښت وموند اوس یو ځل بیا اورپایي هېوادونه د بندیزونو د ډیریدو په حال کې دي.

ددې بندیزونو پر دوام تازه د ایټالیا حکومت په ګڼو ښارونو کې د ښونونځیو او پوهنتونو له بندیز پرته ټولو ادارتو، دوکانو او هوټلونو ته د بندیدو امر کړی چې ښایي یوه میاشت به دوام وکړي.

د ایټالیا سربېره د اورپا په ځینو نورو هېوادونو هنګري، بلجیم، فرانسې کې هم بندیزونه ډېر شوي دي خو خلک د حکومتونو دې پریکړو غبرګون ته اړ کړي او لاریونونه یې کړي دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201105_121000_755.sdoc-->