ایران، روسیې او هند د افغانستان پر سوله درې اړخیز کنفرانس ترسره کړی دی

روهي (پنځه نۍ/ ۱۵ د لړم)، په مسکو کې د افغان سولې په اړه جوړ شوی کنفرانس چې هند روسیې او ایران پکې ګډون درلود په افغان سوله خبرې کړي او پر روان تاوتریخوالي یې اندېښنه ښودلې ده.

د کنفرانس ګډونوال وایي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او د تاوتریخوالي ډیریدو د سیمې امنیت ته خطرونه او ګواښونه پېښ کړي دي.

په یاد کنفرانس کې د افغان سولې په پروسه کې د همکارۍ په اړه خبرې شوې او ټینګار یې کړی چې روانه جګړه باید ژر تر ژره ختمه شي.

د سیمې هېوادونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښنه ښوودلې او دلته یې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی. 
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201105_115618_178.sdoc-->