د برتاني د ښکلا ملکه غواړي په افغانستان کې خدمت وکړي

کاترينا هوج چې تېره جنوري يې د برتانيې د ښکلا ملکې لقب ترلاسه کړی و، وايي چې غواړي په افغانستان کې له برتانوي پوځيانو سره يو ځای خدمت وکړي. کاترينا چې پخوا يې د عراق په بصره کې دخپل خدمت له امله ډېر شهرت ترلاسه کړی و، روانه مياشت تر هغې وروسته چې د ښکلا ملکې تاج يې بل چاته وسپاره ، په افغانستان کې د خدمت هوډ څرګند کړ. د يادونې وړ ده چې برتانوي مشهور شخصيتونه اوڅېرې د برتانوي پوځيانو د مورالو د لوړتيا لپاره افغانستان ته سفرونه کوي او هلته د خدمت خبرې کوي.