روهي (څلور نۍ/۱۴ د لړم)، د کونړ ولایت چارواکي وایي، د مرکز او ددې ولایت په شیګل او څوکۍ ولسوالیو کې د شېدې ټولولو درې مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او ترڅنګ یې ددې ولایت پر ۴۵ مخکښو مالدارانو د غواوو لوشلو صحې کڅوړې او ووېشل شول.
د چارواکو په وینا چې ددغو مرکزونو د جوړولو او د شېدې لوشلو د صحي توکو د وېش ټولیز لګښت ۳۵ میلیونه او ۷۱ زره او ۵۵۰ افغانۍ دی؛ چې یاد مرکزونه د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې«NHLP» په همکارۍ جوړې شوي دي.
ددغو مرکزونو په جوړولو کې، د مرکزونو ودانۍ جوړول او د شېدو ټولولو د یادو مرکزونو د اړتیا وړ ټکنولوژي شامله ده.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201104_183320_038.sdoc-->
وروستي