کابل کې ۱۱ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوې دي

روهي ( څلور نۍ/۱۴ د لړم )، د کابل ولایت د امنیه قومانداني وایي، چې منسوبینو یې د امنیتي میثاق د اډاڼې له مخې د کابل ولایت په اړوند سیمو کې د مجرمینو د نیولو په موخه څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۱ تنه د جرمونو په تړاو نیولي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا چې یاد کسان یې د غېر قانوني وسلو د لېږدونې، کمېشن کارۍ، د نشه يي توکو د پلور، قتل، وسله والو غلاو او د پلېټ نمبرونو د غلا په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.

د کابل پولیسو د راپور پر بنسټ ویل کیږي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې شپږ جنايي او دوه ترورېستي پېښې هم رامنځته شوې دي.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201104_162207_257.sdoc-->