کابینې ته د ۱۰ معرفي شویو وزیرانو اسناد قانوني نه دي

روهي (څلور نۍ/۱۴ د لړم)، د ولسي جرګې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت څېړنې کمیسیون وایي چې د راتلونکې کابینې لپاره د ور پېژندل شویو نوماند وزیرانو له ډلې د ۱۰ هغو تحصیلي اسناد ستونزې لري.

د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخې، د ملي امنیت ریاست نوماند ضیا سراج، د ښځو چارو وزارت نوماندې حسینه صافۍ، د سوداګرۍ وزارت نوماند نثار احمد غوریاني، د مخابراتو وزارت نوماندې معصومه خاوري، د ترانسپورټ وزارت نوماند قدرت الله ذکي، د سرحداتو وزارت نوماند محب الله صمیم، د افغانستان بانک نوماند اجمل احمدي، د کډوالو چارو وزارت نوماند نورالرحمان اخلاقي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند بشیر احمد ته‌ینج او د ټولګټو وزارت د نوماند نجیب الله یمین تحصیلي اسناد ستونزې لري.

یاد کمیسیون په پارلماني چارو کې د دولت له وزارت غوښتنه کړې چې د کاندید وزیرانو د اسنادو په طی مراحلو کې دې ورسره خپله همکاري وکړي څو دوی خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201104_145536_218.sdoc-->