په ايران کې د الوتکې د غورځېدو له امله 70 تنه مړه شوي دي

پرون د ايران اير يوه الوتکه چې څه باندې سل تنه په کې سپاره وواو له تهران څخه د اروميې ښار ته الوتله ، اروميې ته څېرمه له واورو په ډکه سيمه کې راغورځېدلې. په پېښه کې اويا تنه مړه شوي او32 تنه ټپيان شوي ، چې اوس د اروميې روغتونو ته رسول شوي دي.