په برېتانیا کې د ترهګریزو بریدونو خطر او د اروپایي هېوادونو اندېښنه

روهي (څلور نۍ/۱۴ د لړم)، له هغه وروسته چې په ویانا او فرانسه کې څو ترهګریز بریدونه وشول اوس د برېتانیا امنیتي چارواکي وایي، ددې احتمال شته چې سخت دريځه اسلامپالي په برېتانیا کې هم ځینې بریدونه وکړي.

امنیتي چارواکو له خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې او دوی ته یې ویلې چې د مشکوکو فعالیتونو له لیدلو سره سم دې له حکومت سره په اړیکه کې شي.

په وروستیو څو ورځو کې په فرانسه کې امنیتي پېښې رامنځ ته شوې چې په دوام یې د اتریش په پلازمینه ویانا کې هم تېره ورځ شپږ همهاله بریدونه وشول او څلور کسه پکې ووژل شول.

دې مسئلې په ګڼو اروپایي هېوادونو کې اندېښنې راپارولې دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201104_094955_128.sdoc-->