د سپي سينه (لنډه کيسه)

د ساز خوند نه و  هنرمندان ستړي ښکاريدل. 
په کوټه کې پاتې کسانو پښې غزولې وې، زړې غورې و نښليدې. په زوم پسې مې ډيرې سترګې واړولې، له مخامخ کوره لا هم د چمبې او ښځينه سندرو غږ راته. ساعت ته مې وکتل دوو ته لس پاتې وې. غلی له کوټې ووتم، لنډې لنډې کوڅې مې د کور په خوا ونيوې. څو ګامه وړاندې مې وچې خولې بيا را ماتې شوې، له ډاره مې غټ غټ ګامونه اخيستل. په هر کونج کې به مې چې تور شی وليد، د زړه درزا به مې په زوره شوه، د کمپنۍ کوڅې په غلو کې نوم لري. په ستړې ساه دروازې ته ودريدم. تلفون کې مې د کور شميره پيدا کوله چې د چا د پښو څپا شوه! 

غږ ورو ورو را نږدې کيده، څوک وو منډه يې اخيستې وه. 
د کور تلفون چا نه اوچتاوه، په زوره مې دروازه ووهله.
د منډې غږ نور هم را لنډ شو، هيڅ د پټيدو ځای مې ذهن ته نه راته. له مخامخ کوڅې شېر له خپل غټ سپي سره منډه را خيستې وه، د دواړو ساه سوزيدلې وه، پورته خوشي و، تر څنګ يې را وکتل لږ وړاندې بيرته را وګرځيدل. 

د شېر غټ سپي ژبه تر خولې را وتلې وه، مخ يې په وينو ککړ و، يوه او بله خوا يې زورونه وهل.

زه ديوال ته ښه تخته شوم غږ مې پرې وکړ:
شېر اکا، زاره د را وچوله دا څه په نيمه شپه منډې وهې؟
شېر په ډډ ستومانه غږ وويل
د سپي سينه خلاصوم، پرون يې ميدان وبايله.