فراه کې ۴۰ لویې شنې خونې جوړې شوې

روهي (درې نۍ/۱۳ د لړم)، د کرنې وزارت وایي، چې د یوې پروژې له لارې یې د فراه ولایت د پشت رود او خاک سفید په ولسوالیو کې د سیمې یو شمېر بزګرانو ته ۴۰ لویې شنې خونې جوړې کړې، دغه شنې خونې هر یوه یې په ۳۰۱ متر مربع ځمکه کې رغول شوی دی.

د کرنې وزارت ددې پروژې له لارې، ددغو شنو خونو د رغنیزو چارو په بشپړېدو سره سم، له دغو شنو خونو څخه پر برخمن شویو بزګرانو د کرکېلي او حاصل ټولولو ۲۲ توکي هم وېشلي دي؛ په دغو وېشل شویو توکو کې «۶۰۰Watt» لمریزې تختې، اصلاح شوي تخمونه، د درمل شیندولو پمپ، د شنې خونې د حاصلاتو ټولولو بستې، حیواني او کیمیاوي سرې، کراچۍ او پلاستیک شامل دي.

وزارت وایي، چې ددې پروژې له لارې تر دې دمه د فراه ولایت په پشت رود او خاک سفید ولسوالۍ کې په ټولیزه توګه بزګرانو ته ۲۰۵ شنې خونې جوړې کړي دي.
ددغو شنوخونود جوړولو موخه د ارزښت لرونکو کرنیزو توکو دودول، د بزګرانو د پوهې کچه لوړول، له کمې ځمکې څخه ډېر حاصل اخیستل او په یوه کال کې له شنو خونو څخه درې فصله محصولات راټولول دي، ترڅو بزګران د حلال کښت له لارې عواید تر لاسه او له حرام کرکیلې څخه ځان وژغوري.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201103_174925_289.sdoc-->