د هند بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د هندي پوځيان پر پاتې کېدو ټينګار وکړ

دهند د بهرنيو چارووزير (ام اس کريشنا) چې وړمه ورځ کابل ته د يوه دوه ورځني سفر په مخه راغلی ، د افغانستان له بهرنيو چارو وزير زلمي رسول سره تر کتنې وروسته يوه خبري کنفرانس ته وويل، چې هندي پوځيان به په افغانستان کې همداراز پاتې وي . ده وويل چې که څه هم د هندوستان امنيت او ګټو ته ګواښونه دلته رښتياني دي ، خو هند به دغو ګواښونو ته تسليم نه شي اواوسمهال به په هېڅ ډول خپل پوځيان له افغانستان څخه ونه باسي. ده همداراز ټينګار وکړ ، چې د افغانستان پر پوله د ترهګرو د ځالې مساله بايد روښانه شي.