روهي (درې نۍ/ ۱۳ د لړم)، د کرونا وېروس د خپریدو د مخنیوي په موخه له تېر ۷ میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا سعودي عربستان پرون یکشنبه بهرنیو وګړو ته د عمرې لپاره مسجد الحرام ته د ننوتلو اجازه ورکړه.
په لومړی ورځ پرون یکشنبه لس زره بهرنیانو ته اجازه ورکړل شوې ترڅو دې هېواد کې د عمرې مراسم ادا کړي؛ خو د سعودي عربستان حکومت وایي زیارت کوونکي به له ورتګ وروسته درې ورځې قرنطین کیږي.
سعودي عربستان حکومت د کورونا وبا د ورسېدو راهیسې د څه باندې ۳۴۷ زره مثبتو پېښو او په کوویډ۱۹ ناروغۍ د ۵۴۰۰ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی، خو اوس داسې ښکاري چې دا هېواد کرونا وبا سره تړلي محدودیتونه ورو ورو له منځه وړي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201103_074122_993.sdoc-->
وروستي