کابل کې د دوه تر څار لاندې تورنو په ګډون څلور تنه نیول شوې دي

روهي (دوه نۍ/ ۱۲ د لړم)، د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبین وایي د "امنیتي میثاق" د طرحې پر بنسټ یې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کابل ولایت په اړوند سیمو کې د جرمونو ضد او د تورنو د نیولو په پار ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې د دوه تر څار لاندې تورنو په ګډون څلور تنه نیولي دي.

د چارواکو په خبره چې د دې کسانو له ډلې؛ د کابل ښار د یوولسمې حوزې په اړوند سیمو کې پولیسو د دوه جلا عملیاتو په پایله کې شریف مشهور په جبلاسرابي او نور مشهور په صوفي نور فراج چې د وسله والو غلاو، زورواکۍ او شکونې په ګڼو قضیو کې یې لاس درلود، تر پېژندنې وروسته نیولي دي.

د دوی په وینا چې همدرانګه؛ د کابل ښار د لومړۍ، درېیمې او څلورمې حوزو په اړوند سیمو کې هم دوه حرفوي چپاولګر چې د قیمتي توکو د چپاول په ګڼو قضیو کې یې لاس درلود، نن سهار چې غوښتل یې په یوه بل جرمي عمل لاس پورې کړي، د څلورمې حوزې په اړوند سیمو کې د پولیسو د اوپراتیفي اقدام په پایله کې نیول شوي دي.