فرانسه وایي، نه بښنه غواړو او نه د کوم دین خلاف یو

روهي (دوه نۍ/ ۱۲ د لړم)، د فرانسې ولسمشر سلاکار کمنټ بون وایي، چې دوی د بیان ازادي ته ژمن دي او په بښتې غوښتلو سره دا ازادي نه محدودوي.

هغه زیاته کړې، د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون څرګندونې د کوم دین خلاف نه وې نو د بښنې غوښتلو اړتیا نشته ده.

نوموړي ویلي، د مکرون څرګندونې تحریف شوې دي او په خبره یې هغه هیڅکله د اسلام ضد څرګندونې نه دي کړې.

دده په خبره، چې له دې مسئلې ځینې سیاسي مشرانو د ځان د شهرت او محبوبیت لپاره استفاده کړې ده او فرانسه یې د اسلام ضد افکارو په خپرولو تورنه کړې ده چې دوی د هغوی څرګندونې غندي او ټینګار کوي چې فرانسه په هیڅ صورت د کوم دین خلاف نه ده.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201102_154323_154.sdoc-->