د عامو او غریبو وګړو له موټرو به د ښاروالۍ او پولیسو ګزمو لپاره کار اخیستل کیږي خو ولې؟

روهي ( دوه نۍ /  ۱۲ د لړم)، ‏د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي چې د کابل ترافیک به هغه موټر جریمه کړي، چې په مخکینۍ څوکۍ کې دوه کسان کښینوي.

 د جریمې برخه داده چې د یاد موټرو څخه به د څو ورځو له پاره د د ښاروالۍ او پولیسو د ګزمو له پاره کار اخیستل کیږي.
 
د کابل ښار ځینې اوسیدونکي نیوکه کوي او وایي چې یاده پریکړه به هم د توپیري چلند پر اساس عملي شي چې ځینې به جریمه او نور به بیا د د فساد په مقابل کې ګرځیږي.