.jpg)
روهي ( دوه نۍ/ ۱۲ د لړم)، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي چې په دوحه کې یې د سویس له سفیر، د افغانستان لپاره د سویس سفیر ترڅنګ ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره پر بېلا بېلو مسائلو خبرې کړې دي.
د دوی په وینا چې د یاد ویډیويي کنفرانس پرمهال تر ټولو ډېر تمرکز په افغانستان کې د روانو جګړو پر کمولو، بشري مرستو او جنوا کنفرانس شوی دی.
سویسي چارواکو یو ځل بیا له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی او وینا یې دې برخه کې باید لا ډېره زمینه برابره شي؛ وسله والو طالبانو هم ویلي چې د سویس له مرستو مننه کوي او دوی ته زمینه برابروي څو په اړینو برخو کې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.