راپورونه: ښايي طالبانو د کندوز پر ولایت مقام برید د بې پيلوټه اولوتکې کړی وي

روهي (دوه نۍ/۱۲ د لړم)، د چارواکو په وینا چې پرون مازدیګر مهال د کندوز ولایت پرمقام په یو برید کې ددې ولایت د والي څلور ساتونکي وژل شوې دي.
 
د راپورنو له مخې ویل کیږي چې یاد توغندیز برید هغه مهال شوی چې د والي ساتونکي د ننه په ولایت مقام کې د والیبال پر لوبه بوخت و؛ نیویارک ټایمز په کندوز کې  د یاد برید په اړه د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې په ډېر احتمالداسې ښکاري چې په دې مهمه سیمه کې وسله والو طالبانو له بې پيلوټه الوتکې په ګتې اخیستنې دا برید کړی دی. 

په کندوز کې ددې برید په اړه په ولسي جرګه کې ددې ولایت ځینو استازو هم شک ښودلی چې ښایي طالبانو ډرون وسلو ته لاسرسی پیدا کړی وي او له دې توکو په استفادې خپل بریدونه وکړي. 

داسې ویل کیږي، چې له دې وړاندې هم وسله والو طالبانو ډرون د فلم اخیستنې او تبلیغاتو لپاره کارولې، خو که دا خبرونه تایید کېږي دا به لومړی ځل وي چې دغه ډله په بریدونو کې له ډرون وسایلو ګټه اخلي.