امریکايي ځواکونه په افغانستان کې په چټکۍ سره خپلې اډې پریږدي

روهي ( دوه نۍ/ ۱۲ د لړم)، د راپورونو له مخې چې امریکا له طالبانو سره له هوکړې وروسته په افغانستان کې په چټکۍ سره د خپلو اډو پریښودولو ته دوام ورکړی.

د سرچینو په خبره چې هره ورځ په لسګونه کانټینر له دغه اډو ایستل کېږي او په بازارونو کې پلورل کېږي خو مهم توکي یې بیا د کاروانونو له لارې له افغانستان ایستل کېږي. 

امریکايي ځواکونه په وروستیو کې په کندهار کې د خپلې سترې اډې په خالي کولو بوخت دي خو د کندهار ځايي چارواکي وايي چې د یادو ځواکونو له وتلو سره په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی. 

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د نورو اډو ترڅنګ د بګرام لوی پوځي مرکز هم د امریکايي ځواکونو لخوا پریښودل کیږي او له ډیریو برخو یې دا ځواکونه د وتو په حال کې دي.