د کندوز په ولایت مقام کې چادونې د والي ۴ ساتونکي وژلي

روهي ( یوه نۍ/ ۱۱ د لړم)، د راپورونو له مخې نن ماښام د کندز ولایت مقام کې چاودنه شوې چې له امله یې د والي څلور ساتونکي وژل شوې او  یو شمېر ټپیان دي.

په کندوز کې ددې ولایت د حوزوي روغتون مسؤلین وايي چې په پېښه ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د والي د ۴ ساتونکو د وژل کیدو ترڅنګ پکې ۸ تنه نور ټپیان دي.

د روغتیايي چارواکو په خبره چې په پېښه کې ټول وژل شوې او ټپیان د ولایت مقام ساتونکي دي.

په کندوز کې د وروستۍ پېښې نوعیت لا هم نه دی معلوم.