نیمروز ولایت کې د خرما ۲۵جرېبه سوداګریز بڼ جوړیږي

روهي (یوه نۍ/۱۱ د لړم)، د نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، چې د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ کې یې پنځه تنه په شرایطو برابرو بڼوالو ته، په ۲۵جرېبه ځمکه د خرما د سوداګریز بڼ جوړولو وسایل ویشلې دي. 

د نیمروز کرنې ریاست زیاتوي، " په یادو وسایلو کې پنځه زره کېلو ګرامه کود، بیل، ګلنګ، سطل، میخ او ګول سیخ، کراچۍ، د ښاخونو دپریکولو بیاتي، اره، لوحه، زینه، لمریز سولر، د اوبو پمپ، درمل شیندلو اله او د خرما ونې شاملې دي، چې د دوه میلیونه او ۳۶ زره افغانیو په ارزښت چمتو شوې دي". 

د نیمروز ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایې، یاد ولایت د خرما د کښت لپاره مناسب اقلیم اوبه لري او بڼوال هم د خرما د بڼوڼو د جوړولو لپاره علاقه لري. 

د نیمروز ولایت د کرنې ریاست پلان لري چې په راتلونکې څلورو کلونو کې ۳۰۰ هکتاره ځمکه باندي د خرما سوداګریز بڼوڼه جوړ کړي.