د مشرانو جرګې غړي وايي امریکايي ځواکونه دې تر وتلو وروسته خپلې اډې نه نړوي 

روهي (یوه نۍ/ ۱۱د لړم)، د مشرانو جرګې غړي وایي چې امریکایي ځواکونه دې په افغانستان کې له خپلو پوځي اډو څخه تر وتلو وروسته هغه نه نړوي. 
 
د دغې جرګې غړو د نن ورځې په غونډه کې ویلي چې امریکایي ځواکونه تر وتلو وروسته خپلې پوځي اډې نړوي او نظامي تجهیزات پاکستان ته لېږدوي.
 
یادې جرګې له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې له امریکایي چارواکو سره په دې تړاو وغږېږي او هغوی ته قناعت ورکړي څو خپلې اډې او پوځي تجهیزات افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري.