د امريکې د مريلنډ په ايالت کې د ډزو له امله اوو تنوته مرګ ژوبله اوښتې

بېګا شپه د امريکې د مريلنډ ايالت په بالتيمور ښار کې په يوه تفريحي مرکز کې د ډزو له امله دوه تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي. په وژل شويوکې يو تن پوليس دی. د بالتيمور پوليس وايي، چې تر ډزو وروسته يې سمدستي تفريحي مرکز تخليه کړی ، خو د ډزې کوونکي دنيولو خبره يې نه ده کړې. د يادونې وړ ده چې وړمه ورځ داريزوناپه ايالت کې په ورته پېښه کې د کانګرس يوه غړې (ګابريل ګيفورډز) ووژل شوه.