روهي (یوه نۍ/ ۱۱ د لړم)، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په روانه جګړه کې تر ټولو ډېر تلفات ښځو او ماشومانو او نورو ولسي وګړو ته اوښتي دي.
سرچینه کاږي په تېرو نهو میاشتو کې په هرو لسو وژل شوو ولسي وګړو کې څلور یې ماشومان دي.
یونما وایي له همدې امله له ښکېلو لورو غواړي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي، د سولې خبرې چټکې کړي او په هېواد کې خونړۍ جګړه ودروي.
یونما تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه راپور خپور کړی و او په خبره یې په تېر یوه کال کې نږدې شپږ زره ملکي وګړي په افغانستان کې د روانې جګړې له امله مړه یا ټپیان شوي دي.
وروستي