د تانزانیا د اپوزیسیون ګوندونه: د وروستیو ټاکنو پایلې به ونه مني

روهي (نۍ/ ۱۰ د تلې)، د تانزانیا د اپوزیسیون دوه مخکښو ګوندونو نن د شنبې په ورځ ویلې چې دوی به د ولسمشرۍ ټاکنو هغه پایلې ونه مني چې په دې هېواد کې د راتلونکو پنځو کالونو لپاره پکې جان موګلفي د تانزانیا ولسمشر ټاکل شوی.
د تانزانیا د ټاکنو کمیسیون نن اعلان وکړ چې ددې هېواد په وروستیو ټاکنو کې موګلفي ۸۵ سلنه رایې ګټلي دي او د راتلونکو ۵ کالونو لپاره یې ددې هېواد ولسمشر اعلان کړی. 
په ټاکنو کې د نوموړي سیال چادیما ۱۳ سلنه رایې خپلې کړې وې.