د کورنيو چارووزارت د بهرنيو مؤسسود ساتنې لپاره ځانګړي ځواکونه جوړوي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي،چې چمتو دی د بهرنيو مؤسسو او پروژو د ساتنې لپاره ځانګړي ځواکونه رامنځته کړي. دغه ساتونکي به د پيسو په بدل کې د مؤسسو او پروژو د امنيت د ساتنې لپاره ګومارل کيږي ، خو هغوی ته به تنخواه د کورنيوچارو وزارت ورکوي.
د يادونې وړ ده چې دافغانستان حکومت تر اوسه 57 امنيتي خصوصي کمپنۍ لغو کړې دي، خو لاهم يو شمېر کمپنۍ خپل فعاليت ته ادامه ورکوي.