راپورنه: د القاعده شبکې مشر ابو محمد المصري د ایران په پاسداران سیمه کې وژل شوی

روهي (نۍ/ ۱۰ د لړم)، یوه باروي سرچینه وایي، چې د تهران په پاسداران سیمه کې د القاعده مشر ابو محمد المصري وژل شوی دی.

عبدالله احمد عبدالله، چې د ابو محمد المصري په نوم پیژندل کیده، د القاعده شبکې لومړی بنسټ ایښودونکی بلل کیږي، چې ددې شبکې د ځانمرګو بریدونو پلان کوونکی و.

ویل کیږي چې نوموړی په نیروبي، دارالسلام او ریاض کې د متحده ایالتونو پر سفارتونو د بریدونو اصلي طرحه کوونکی و.