روهي (نۍ/ ۱۰ د لړم)، د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محمود کرزي ویلې، چې په هېواد کې اوسني ښارونه غیر معیاري دي، او اصلاح کول یې له امکان لرې دي.
نوموړی وایي، دوی په همدې بنسټ غواړي څو د هېواد په ټولو ولایتونو کې نوي ښارونه جوړ شي؛ چې په پلان کې لري څو په لومړي ګام کې په درېیو لویو ولایتونو کې نوي ښارونه جوړ کړي.
کرزی زیاتوي، چې په ډېریو ښارونو په تېره بیا کابل کې په تېرو دوو لسیزو کې ۵۰۰ لوړپوړیزې ودانۍ جوړې شوې چې ډېری یې د ماسټر پلان خلاف او غیر معیاري بلل کېږي، د چارواکو په وینا له همدې امله د ښار نظم ګډوډ شوی دی.
د ښار جوړولو او ځمکو وزیر وروستۍ څرګندونې داسې مهال کیږي چې نن په ټوله نړۍ کې د ښارونو نړیواله ورځ نومول شوې.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201031_155044_276.sdoc-->
وروستي