کرنې وزارت: پکتیا کې د مڼو حاصلات ۱۴ سلنه زیاته شوې

روهي (نۍ/۱۰ د لړم)، د جلغوزیو او چهارمغزو د تولید ترڅنګ پکتیا د مڼو په لویو تولیدونکو ولایتونکې کې شمېرل کیږي، چې سږ کال یې هم د مڼو په حاصلاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین مومند په وینا سږ کال په یاد ولایت کې ۳۸ زره ۶۳۹ مټریک ټنه مڼې تولید شوي، چې تېر کال ته په کتو یې د تولید کچه ۱۴ سلنه لوړه شوې ده.

تېر کال ددې ولایت د مڼو حاصلات ۳۳ زره ۸۵۲ مټریک ټنه وه د کرنې رئیس مومند د مڼو د ډېرښت لاملونه د نباتي ناروغیو او افاتو کمښت، کروندګرو ته روزنیزې برنامې په لاره اچول او د کرنې ریاست هر اړخیزې همکارۍ یادوي، چې د کروندګرو د حاصل په ډېرښت یې ښه اغېزه کړې ده.

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې هر کال په یاد ولایت کې یو شمېر نوي بڼونه جوړیږي، چې یوازې راون ۱۳۹۹یم کال پکتیا ولایت کې په دوه زره او ۲۵جریبه ځمکه کې ډول ډول مېوه لرونکي بڼونه اېښودل شوي، چې د کروندګرو او بڼوالو د حاصلاتو په ډېرښت او تولید یې خورا ښه اغېزه کړې ده.