زابل کې ۲۵ ښځینه بزګرانې وروزل شوې

روهي (نۍ/۱۰ د لړم)، د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې په زابل ولایت کې یې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې ۲۵ ښځینه کارکوونکو او بزګرو مېرمنېو ته د مېوو او سبو د پروسس په برخه کې روزنه ورکړې.

د وزارت په وینا، چې دغه روزنیزه برنامه، چې د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې په لاره اچول شوې وه، ګډونوالو مېرمنو ته په کې په عملي او نظري توګه د سبو او مېوو د پروسس لارې چارې، د کورنیو باغچو د ګټو او د ژمي په ساړه هوا کې د سابو د روزنې او راټولونې لارې چارې وښودل شوې.

د زابل د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې له دغو برنامو څخه یې موخه د سبو د کرکېلي او تولید په برخه کې د مېرمنو وړتیا لوړول دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201031_150527_743.sdoc-->