هلمند کې د وسله والو طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال ملا امان الله د خپلو اتو کسانو سره وژل شوی

روهي (نۍ/۱۰ د لړم)، د افغانستان دفاع وزارت تازه په یوه خبر پاڼه کې ویلې، چې د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ په خسرآباد سیمه کې د وسله والو طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال ملا امان الله یې د خپلو اتو کسانو سره یو ځای وژلی دی.
 
په خبره کې زیاته شوې" په برید کې ددې  ډلې یوعراده لوکسل موټر، ۴ میله کلاشینکوف، ۲ میله درازنوف او ۲ پایه ایکم مخابرې هم له منځه وړل شوي دي".

وزارت وايي، چې د هلمند ولایت لپاره د نظامي کمیسیون مرستیال ملا امان الله، چې شبکه يې شفیق نومیده؛ تیره ورځ د خپلو نورو ملګرو سره افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.