ګڼ د بشري حقونو نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو ظالمانه کړنو د معلوماتو غوښتنه کوي

روهي (نۍ/۱۰ د لړم)،  د بشري حقونو په برخه کې ۲۵ افغان، نړیوال او استرالیايي بنسټونو له اسټرالیا غوښتې چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ناوړه او غیر قانوني چلند په اړه دوی او رسنیو ته معلومات ورکړي، دوی په یوه ګډ کې دا غوښتنه کړې.

دا بنسټونه وايي، له ۲۰۰۵ نیولي تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې د زندانیانو له ځورونې نیولې د ماشومانو په ګډون د ولسي وګړو د قصدي وژنو ۵۰ قضیې لري چې په اړه یې باید جدي او پراخې پلټنې وشي.

په دې ډله کې د بښنې نړیوال سازمان، نړیوال عدالت، د ماشومانو د ساتنې نړیواله اداره، د بشري حقونو اروپايي کمیسیون، د استرالیا د بشري حقونو څو بنسټونه او د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې ۱۹ فعال بنسټونه شامل دي.