پاکستاني سوداګر وایي له افغانستان سره دې د سوداګرۍ په برخه کې ټول شته خنډونه له منځه یوړل شي 

روهي ( نۍ/۱۰ د لړم )، د پاکستان د سرحد د سوداګرۍ او صنعت د خونو مسوول شېرباز بېلور وایي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته جدي اړتیا ده او باید دې برخه کې د پام وړ هڅې وشي.
 
 د شېرباز په وینا افغانستان او پاکستان حکومتونه دې  تر مرکزي اسیا او د پاکستان تر سمندري بندرونو پورې د سوداګرۍ او سوداګریزو کاروانونو په لار کې ټول خنډونه له منځه یوسي او دې برخې ته خپله توجو لا ډېره کړي.
 
بېلور وایي چې که د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې خنډونه له منځه وړل کېږي نو ددواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ کچه پنځو میلیاردو ډالرو ته رسېدلی شي.

نوموړي زیاته کړې په سیمه کې باید سوداګري وغوړېږي او دا د پاکستاني او افغان حکومت جدي اقداماتو ته اړتیا لري.