روسېې د افغانانو ترمنځ د خبرو کوربه توب ته یو ځل بیا تیاری ښودلی

روهي (نۍ/۱۰ د لړم)، د روسېې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلې، روسیه چمتو ده ترڅو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو کوربه توب وکړي.

د نوموړي ویلې په هغه صورت کې چې دواړه خواوې ترې وغواړي نو روسیه اماده چې په دې هېواد کې د دواړو ډلو ترمنځ د خبرو برابرولو زمینه برابره کړي.

زخاروا زیاته کړې، چې دوی د خبرو په لومړیو کې هم د بېلابېلو افغان قوتونو او طالبانو ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی او د سوله ییزې حللارې په موندلو کې یې زمینه یې برابره کړې خو که بیا هم اړتیا شوه نو دوی اماده دي ترڅو په دې هېواد کې د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

زخاروا د دوحې خبرو ته په اشارې هیله څرګنده کړې چې دواړه خواوې به له نرمښته کار واخلي.