۱۴ کلنۍ کې حمل واخېست؛ د کورنۍ له ويرې یې نوی پیدا شوی ماشوم يخچال کې کېښود او ومړ 

روهي (جمعه/۹ د لړم)، روسيه کې يوې ۱۴ جينۍ له واده پرته په نامشروع اړيکو حمل او واخېست او تر نهو مياشتو یې خپله اميندواري له کورنۍ پټه ساتلې وه. 

د ولادت پر مهال د جينۍ مور د هغې چيغې واورېدې او په دې اند چې ګواګي لور یې اپنډکس شوې ده د روغتون امبولانس ته زنګ وهي، خو د ډاکټرانو په راتګ سره خبره رسوا کيږي او جينۍ ټوله کيسه کوي. 

جينۍ روغتيايي او امنيتي کسانو ته ماشوم ښيي چې له پيدا کېدو وروسته یې يخچال کې ايښی او مړ شوی وو. د روسې حکومت او د ماشومانو د ملاتړ ادارو په دې پېښه غبرګون ښوودلی او د پلټنو یې ويلي دي.