پاکستان د ویزې په برخه کې خطرناک هېواد بللی شوی او پر دغه هېواد د بندیزونو لګولو غوښتنه شوې

روهي (جمعه/۹ د لړم)، د اروپايي ټولنې د پارلمان غړې ډومینیک بیلډ ادعا کړې چې پاکستان د ورانکارۍ په فعالیتونو کې لاس لرونکو کسانو ته ویزې ورکوي او ورسره د اورپایي ټولنې پاسپورټونه په خلکو پلوري.

بیلډ زیاته کړې، له ۲۰۱۴ کاله تر اوسه دوی له پاکستان سره د نږدې څلور میلیارده یورو مرسته کړې، خو پایلې یې خواشینونکې دي.

اروپایي پارلمان ددې تورونو په اړه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته په لیکلې بڼه پوښتنې هم واستولې خو پاکستان تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201030_103941_491.sdoc-->