افغانستان  د متحده عربي اماراتو له یو شرکت سره د څلورو لویو هوایي ډګرونو تړونه لاسلیک کړل

روهي (جمعه/۹ د لړم)، د متحده اماراتو سره د افغانستان د څلورو لویو هوایې ډګرونو د امنیتي او نورو خدماتو د تنظیم قراردادونه لاسلیک شول.


د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې پرون د متحده عربي اماراتو له یوه شرکت سره د هېواد په څلورو نړيوالو هوايي ډګرونو کې د هوایي ډګرونو د امنیتي خدمتونو، عملیاتي مدیریت، ځمکني خدمتونو، د سیستمونو جوړولو او ټکنالوژۍ تړونونه لاسلیک شول.

یاد درې قراردادونو کې د افغانستان په څلورو بین المللي هوايي ډګرونو حامد کرزي، مولانا جلال الدین بلخي ،احمدشاه بابا او هرات بین المللي هوايي ډګرونو کې د هوایي ډګرونو د ټکنالوژۍ او سیستم جوړولو او ځمکني خدمتونه، عملیاتي مدیرت او امنیتي خدمتونه، شامل دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201030_094630_218.sdoc-->