ایران او افغانستان د انرژۍ او سوداګرۍ په برخه کې د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

روهي (پنځه نۍ/۸ د لړم)، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلې چې د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د ایران د انرژۍ له وزیر رضا اردکانیان سره تلیفوني خبرې کړې دي. 

دواړو لورو د اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو، د تخنیکي مرستو د پراختیا، د متخصیصیونو د ظرفیت لوړونې پر پروګرامونو او نورو مهمو مواردو بحث کړی دی. 

دواړولو لورو همدا راز د هرات-خواف رېل پټلۍ د پرانیستې پر مراسمو هم خبرې کړې دي، ایران ویلي چې دوی له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دي او ددغه هېواد د سولې په پروسه کې هم پوره همکاري کوي.