د افغانستان لومړۍ مېرمن د سولې په روان بهیر کې د ښځو حقونو ته اندېښمنه ده

روهي (پنځه نۍ/۸ د لړم)، د اتلانتیک شورا د څېړنیز مرکز له لوري په هغه انلاین غونډه کې چې د امریکا پخواني ولسمشر لومړۍ مېرمن لورا بوش هم پکې ګډون کړی و، رولا غني ویلې، چې که له طالبانو سره د سولې په خبرو کې دوی ته ډېر واک ورکړل نو اندېښمنه ده چې په هېواد کې به د ښځو وروستي پرمختګونه له خطر سره مخ شي.

مېرمن غني زیاته کړې: "افغان ښځې سوله غواړي، افغان نارینه هم سوله غواړي، موږ ټول سوله غواړو. څوک، په ګوټ ګوټ کې له ۴۰ کلونو ناامنۍ او شخړو وروسته سوله نه‌غواړي، خو موږ په هره بیه سوله نه‌غواړو."

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سپټمبر په ۱۲مه د افغان دولت د پلاوي او طالبانو ترمنځ لیدنې کتنې پيل شوې دي او تر اوسه دواړه لوري د سولې د خبرو پر کړنلارې موافقې ته نه ‌دي رسېدلي.

د یادونې وړ ده چې د سولې په خبرو کې د افغان دولت په مرکچي پلاوي کې څلور ښځې هم د افغان حکومت استازیتوب کوي.