زلمي خلیزاد له ملا برادر سره کتلي دي

روهي (پنځه نۍ/۸ د لړم)، د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر ته د خپل سفر پرمهال دوحه کې د طالبانو له مرستیال، ملا برادر سره کتلي.

د طالبانو ویاند، محمد نعیم وايي، لیدنه کې د سولې هوکړې پر عملي کېدو، د پاتې بندیانو پر خلاصون او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې شوي دي.

د افعان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له ناروې هېواد یو ځل بیا دوحې ته تللی او هلته یې د مرکچي پلاوو سره کتلې نوموړي تازه د خپل سفر پرمهال په خپلو ټوېټ پیغامونو کې ویلې و چې دا سولې دا فرصت باید له لاسه ونه وځي.