
08-01-2011
حکمتيار
موږ د الله تعالى د لويي كورنۍ غړي يو، دا نړۍ زموږ گډ كور دئ، الله تعالى د دې نړۍ هر څه زموږ لپاره پيدا كړي، چي په عادلانه توگه د يوې كورنۍ د غړو او وروڼو په څېر ترې استفاده وكړو، وېش ئې موږ ته پرېښي، دا موږ يو چي د ظالمانه وېش په نتيجه كي يو له فقر سره مخامخ كوو او بل ته د نورو د حق غصبولو موقع وركوو، كه د دې كورنۍ يو غړي وږى دئ دا د دې لپاره چي حق ئې بل ترې غصب كړى، دى د بل د رنگين دسترخان قرباني شوى، هغه چي د وحشي حيواناتو په څېر په سوړو كي اوسي د قصرونو د خاوندانو د دنگو دنگو بنگلو قرباني شوى، هغه چي بربنډ دئ د هغه چا د رنگ رنگ جامو قرباني شوى چي هره ورځ حتى د ورځي څو ځلي بېلي بېلي رنگ رنگ جامې اغوندي، د حيواناتو د هر نسل جامې سره ورته دي، د خپل رب له نعمتونو په گډه او برابرۍ استفاده كوي، د جامو له امله يو تر بل ځان غوره نه گڼي او يو پر بل احساس د لويي نه كوي،
وړې مرغۍ له همغي ورځي چي ځوانۍ ته رسېږي؛ دوه دوه سره جوړه شي، بېل كور ځان ته غوره كړي، گډ ژوند پيل كړي، ټول ژوند ئې، د مرگ تر شېبې له وفا، ميني او اخلاص ډك وي، هم و غم ئې دا چي اولاد پيدا كړي، وئې روزي، ستر ئې كړي، وئې پالي، د ژوند كولو جوگه ئې كړي، الوتو ته ئې چمتو كړي، كله چي پر خپلو پښو ودرېږي، وزرونه ئې پياوړي او د الوتو په چم پوه او له دوى بې نيازه شي، له كوره ئې وباسي او ولاړ شي د خپل مور پلار په څېر بېل كور او بېله كورنۍ جوړه كړي. خو انسانان داسي نشي كولى، د جوړې په انتخاب، د كور په جوړولو، د خوراك په پيدا كولو كي له ډېرو غير طبيعي او ظالمانه محدوديتونو سره مخامخ دي، ډېر ئې داسي دي چي وايي: كاش د وحشي حيواناتو په څېر وى، لږ تر لږه جامو ته اړ نه وى، كور ته اړ نه وى، د خوراك ترلاسه كولو لپاره منډه او لاس پښې خوزول ورته كافي وى، خو داسي نه ده، ډېر خولې تويوي، درانه درانه بارونه وړي، سخت سخت ملا ماتوونكي كارونه كوي خو دومره څه نه ترلاسه كوي چي دى او د كورنۍ غړي ئې په وچه ډوډۍ ماړه كړي!! ځيني كم عقله او بې علمه دا توپيرونه د هغه مهربان رب وېش ته منسوبوي چي تر عادل ورتېر د فضل خاوند دئ، تر مور پلار ډېر مهربان دئ، ټول انسانان د خپلي كورنۍ غړي گڼي، په هيچا ظلم نه كوي، ظلم او بې عدالتي حرام گڼي، هر څه ئې د ټولو لپاره پيدا كړي، د دوى لپاره لمر راخېږوي، له آسمانه باران وروي او له زمكي دانه او مېوه راټوكوي، حيف حيف د هغه چا عقل او ايمان ته چي د انسان ظالمانه وېش مهربان او عادل خداى ته منسوبوي، ظلم د ده ظالم ورور كوي خو دا جاهل مفتي د انسان د دغه ناروا او ظالمانه تصرف له امله خداى ملامتوي!!
دا خو هسي شعار نه دئ چي قرآن فرمايي: و في اموالهم حق معلوم لسائل و المحروم: او په مالونو كي ئې د سائل او محروم ټاكلى حق دئ!!
دا هسي يوه عادي سپارښتنه نه ده چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: الله تعالى له هغه چا برئ دئ او هغه له الله تعالى چي خوراكي توكي څلوېښت ورځي احتكار كړي، د كوم ټاټوبي په خلكو كي چي كوم كس وږى پاته شي يقيناً چي د الله تعالى له ذمې وتلي.
عن ابن عمر عن النبي عليه السلام قال : " من احتكر طعاما أربعين ليلة فقد برئ من الله وبرئ الله منه ، أيما أهل عرصة ظل فيهم امرؤ جائع فقد برئت منهم ذمة الله. مصنف ابن ابي شيبه