دایکندي کې یو پلار خپلو بچیانو ته د روسیې او امریکا ولسمشرانو نومونه یښي دي

روهي (پنځه نۍ/۸ د تلې)، په دایکندي ولایت کې یو پلار خپلو دوو زامنو ته د بارک حسین اوباما او ولادیمیر پوتین په نومونو بریښنایې پېژندپاڼې جوړې او ترلاسه کړې.

غلام علي پیمان د دې دوه هلکانو پلار وايي چې د ممنوعاتو ماتول، دود ماتول او د نړۍ د دوه زبرځواکونو (روسیې او متحده ایالاتو) د پالیسیو سره علاقه درلودل هغه علتونه و چې نوموړی په خپلو بچیانو د بارک حسین اوباما او ولادیمیر پوتین نومونه کیږدي.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان په کومه سیمه کې په ماشومانو غېر اسلامي او د نړۍ مشهورو کسانو نومونه ایښودل کیږي بلکې له دې وړاندې هم ځینو سیمو کې خپلو کورنیو ماشومانو ته دا ډول نومونه یښي دي.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201029_074512_831.sdoc-->