له کابل ښار یې ۳۰ موټر غلا کړي وو؛ پوليسو دوه حرفوي غله ونېول 

روهي (څلورنۍ/۷ د لړم)، پوليسو هغه دوه غله ونېول چې د څو میاشتو په دننه کې یې له کابل ښاره تر دېرشو موټرونه غلا کړې وو. 

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې د هغه دوه غلو د نېولو خبر ورته ورسېد چې د څو میاشتو په ترڅ کې یې له کابل ښاره ۳۰ موټر پټ او په ولايتونو کې یې خرڅ کړي وو. 

د کابل امنيتي مسوولیت د خلکو له زیاتو وروسته د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په غاړه واخېست او  د جنایي مجرمينو پر وړاندې يې تېزې هڅې پيل کړې دي. 

د کابل ښار په بېلا بېلو سيمو کې د لسګونه هغه کسانو انځورونه هم لګول شوي چې حرفوي او لوی جرمونه یې تر سره کړي دي.