د کابل استقلال لیسې زده کوونکو د فرانسې خلاف لاریون کړی دی

روهي (څلور نۍ/۷ د تلې)، کابل کې د ګلبهار سنټر مخې ته د استقلال لیسې زده کوونکو لاریون کړی او وایي، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون اسلام ته سپکاوی کړی دی او دوی هیڅکله د یوې ډلې، هېواد او شخص له لوري اسلام او مقدساتو ته سپکاوی نه شي زغملی. 

تر دې وړاندې د اسلامي نړۍ ډېر شمېر هېوادونو کې د اسلام په اړه د مکرون سپکو څرګندونو پر ضد لاریونونه شوي دي او نوموړی یې یو متعصب او پوچ مغزی انسان بللی دی.

د یادونې وړ ده چې نن د افغانستان پارلمان هم په افغان حکومت او ولسمشر غني غږ کړی چې د فرانسي ولسمشر وروستۍ څرګندونې دې وغندي او له دې هېواد سره دې خپلې اړیکې پای ته ورسوي.