د پښتو ليكدود يوه بله ستونزه

09-01-2011
حکمتيار

پښتانه دا ستونزه لري چي په ساكن توري پاى ته رسېدلې كلمه بدلوي او ورستي توري ته ئې حركت وركوي، همغسي لكه فارسي ژبي چي په ساكن توري پيل شوې كلمه سمه نشي ادا كولى او حركت وركوي، لكه (زما) (ازما) كړي او (ستا) (استا) كړي او د انگلسي (stop سټاپ) (استاپ) كړي، كله چي يو پښتون وايي: له غزني راغلم، له پكتيا راغى، نو له غزني او پكتيا وروسته نه، څخه يا چخه نه وايي او نه ئې ليكي، خو كله چي د غزني او پكتيا پر ځاى د داسي ځاى نوم اخلي چي وروستى توري ئې ساكن او ولاړ وي لكه هرات، كابل، ننگرهار نو وايي: له هرات نه راغلم، له كابل څخه راغى، له ننگرهار څخه ولاړ، دلته د (نه، څخه او چخه) الفاظ راوړل يوه غلطي ده او وجه ئې همغه ستونزه ده چي په ساكن توري پاى ته رسېدلې كلمې په ادا كولو كي ئې پښتانه لري، د همدې ستونزي له كبله طمع په طمعه، قطع په قطعه، لار په لاره، بدلوي او ډېر نور همداسي بدلوي، د دې پر ځاى چي ووايي: له كار ئې لاس واخيست وايي: له كاره ئې لاس واخيست، په كار ده دا ستونزه حل كړو، خپله وَيَنه او ليكنه د عمومي قاعدې مطابق كړو، د داسي كلمې د ويلو پر مهال يوازي وروستي توري ته د زور حركت وركړو او ووايو: له هراتَ راغلم، له كابلَ راغى، له ننگرهارَ ولاړ، له كارَ ئې لاس واخيست، كه دا د قاعدې په توگه ومنو نو د زور ليكلو ته هم ضرورت نشته د تلفظ پر مهال به همدا كار كوو. هيڅ موجه دليل نه مومو چي دلته (نه) وليكل شي، يا (ه) پرې اضافه شي، همداسي لكه چي د غزني او پكتيا په ارتباط ئې نه ليكو. د (نه) ليكل ډېر ځلي ستونزي راولاړوي، د مثال په توگه: كه تاسو وليكئ: له خداى نه غواړم، د دې معنى څه ده؟ له خداى غواړې او كه نه غواړې؟ خو كه د خداى پر ځاى الله تعالى وليكئ نو د (نه) ليكلو ته ځان اړ نه گڼئ او ليكئ: له الله تعالى غواړم. ولي دا كار په هغه صورت كي هم ونه كړو او وليكو: له خداى غواړم او دا (نه) يوازي د نفي په صورت كي وكاروو.
بله عامه ستونزه دا ده چي پښتو ليكدود په ډېرو مواردو كي له ويندود سره توپير لري، يو مثال ئې د ځينو له لوري د مجهولي (ې) كارونه ده، متأسفانه ځيني نه د ژبي قواعدو ته اعتناء كوي او نه عام او منل شوي تلفظ ته، بس په يوه څه عادت شوى او له خپل غلط عادت لاس اخيستو ته چمتو نه دئ. ډېر خو بيا داسي دي چي همدجې غلط دود ته د پښتو ځانگړتيا نوم وركوي!!! تاسو دغو صيغو ته توجه وكړئ:
ورځي (ايام)، ورځې؟ (د ورتگ پوښتنه)
سمڅي (د غره سوړي)، څمڅې (قاشقي)
ښځي (مېرمني)، ښځې! (اې مېرمنې!)
پېښي (حوادث)، پېښې (تقليد او د بل ادا)
آيا په دغو اتو صيغو كي د (يې) تلفظ په څلورو كي يو ډول او په څلورو كي بل ډول نه دئ؟ ورځي، سمڅي، ښځي، پېښي يو ډول تلفظ كېږي او ورځې؟، څمڅې، ښځې! او پېښې، بل ډول. په څلورو كي د (يې) غږ د اوږده (ې) غږ دئ او په څلورو كي د معروفي (ي)، كه په تلفظ كي د دوى تر منځ څرگند توپير شته نو په ليكني كي ولي دا توپير نه مراعاتوي؟
ځيني ادعا كوي چي د ښځينه نومونو جمع بايد په اوږده يې سره وليكو، خو دا خبره صحيح او معياري نده او د پښتنو د ټولو قبيلو له عام تلفظ سره په بشپړه توگه مغايرت لري، صحيح او معياري خبره دا ده چي هغه ښځينه نومونه چي په پاى كي ئې هې وي په جمع كي همدا هې په يې بدلېږي، خو دا يې كله اوږده او كله لنډه تلفظ كېږي، كه تر هې مخكي تورى زوركى ولري، په جمع كي دا زوركى په زېر بدلېږي او د هې په ځاى څرگنده (ي) راځي، لكه ښځه ښځي، كونډه كونډي، ژبه ژبي، او كه تر هې مخكى تورى زور ولري زور ئې په زوركي بدلېږي او د هې په ځاى اوږده (ې) راځي؛ لكه څپه څپې، ړنده ړندې، خوږه خوږې، شپه شپې.
همداراز ځيني د استمراري ماضي صيغو په ليكلو كي اشتباه كوي، د نارينه لپاره ښځينه صيغې كاروي، عمومي قاعده تر پښو لاندي كوي. قاعده دا ده چي استمراري ماضي له مصدر څخه په دې توگه جوړېږي چي په پاى كي ئې (و) يا (ه) اضافه كېږي، له كول كولو، له ويل ويلو، له وهل وهلو، او د مؤنث لپاره كوله، ويله، وهله راځي؛ چي د مذكر لپاره (و) او د مؤنث لپاره (ه) راځي، ځيني اشتباه كوي او د مذكر لپاره (ه) كاروي او ليكي كاوه، وايه، واهه، حال دا چي د (ه) تورى په استمراري ماضي كي د مؤنث لپاره راځي، ده جهاد كولو، ده مبارزه كوله، ده كتاب ويلو، ده مقاله ليكله، كه وغواړو چي د كولو او ويلو كلمات مختصر كړو نو كاوو او وايو ترې جوړېږي نه كاوه او وايه، ځكه د مذكر لپاره د واو پر ځاى هې راوړل د قاعدې خلاف كار دئ او په دې سره التباس رامنځته كېږي او د امر له صيغې سره شباهت پيدا كوي، كتاب وايه؛ په حقيقت كي مخاطب ته د كتاب ويلو امر دئ، يعني ته كتاب وايه، دا غلطه ليكنه ده چي وليكو ده كتاب وايه، صحيح ليكنه ئې دا ده: ده كتاب وايو، همداراز په نورو مواردو كي هم دا كار غلط دئ.