د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې پر ښکېلو لورو د جګړو د درولو غږ کړی دی

روهي (څلور نۍ/۷ د لړم)، د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی او ولسي مرګ ژوبله بوږنوونکې ده.

ددغه سازمان مشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې ښکېلې خواووې باید جګړو ته د پای ټکی کېږدي او د جګړو پر ځای دې د سولې لار خپله کړي. 

په ورته وخت کې افغان حکومت بیا د اسلامي همکاریو د نړیوال سازمان له دې دریځ هرکلی کړی دی او د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې یاد سازمان تل په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده او د افغانان مرګ ژوبله یې غندلې ده، چې افغان حکومت یې ددې دريځ هرکلی کوي.