د ولسي جرګې غړو د فرانسې د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د ولسمشر او حکومت پر چوپتیا نیوکه کړې ده

روهي (څلور نۍ/ ۷ د لړم)، د ولسي جرګې غړي وايي ولسمشر غني دې د افغانانو د استازي په توګه د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دې اسلامي مقدساتو ته د سپکوي وروستۍ څرګندونې وغندي.

د ولسي جرګې غړو نن په خپله غونډه کې د افغان حکومت غوښتي چې د فرانسې سره دې خپلې اړیکې ختمې او د اسلام ستر پیغمبر ته د سپکاوي له وجې دې د نورو اسلامي هېوادونو سره یو ځای دې په کتار کې  ودریږي.

د وکیلانو په خبره چې حکومت دې ژر تر ژره په دې تړاو خپل دریځ څرګند کړي او په دې اړه نور د حکومت چوپتیا د زغم وړ نه ده، وکیلان وايي حکومت دې له فرانسې سره اړیکې وځنډوي او ددغه هېواد سفارت  دې په افغانستان کې وتړي.