صالح: جنايي پېښې کمې شوې دي؛ خو تر اوسه مطلوبې پايلې ته نه يو رسېدلي او لا کار ته اړتيا شته

روهي (څلورنۍ/۷ د لړم)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د کابل امنيت په اړه پر له پسې يوولسمه ناسته کړې ده چې پر يو شمېر مسايلو په کې پرېکړه شوې ده. 

امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې کابل کې د جنايي پېښو ګراف را ټيټ شوی دی خو لا هم کار ته اړتيا شته او تر اوسه مطلبوې پايلې ته نه يو رسېدلي. 

امرالله صالح لېکلي چې د جنايي مجرمينو په ډول به د ترهګريزو پېښو د تر سره کوونکو انځورونه هم کابل ښار کې ولګول شياو هغه کسان چې په يادو پېښو کې قرباني شوي وي، د حق العبد دعوه به وکولی شي. 

دغه ناسته کې دا هم ويل شوي دي چې کابل ښار کې جوړ شوي ښارګوټي به خپل سندونه کورنيو چارو وزارت جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزې رياست  ته وسپاري ترڅو څرګنده شي چې په رېښتيا سره یې هم د قبالو اړوند ځمکه اباده کړې او که غصب په کې شوی دی. 

همدا ډول به د پوليسو له خوا ښاري څارندوی کابل ښار کې ځای پر ځای شي، چې د پوليسو له لباسه د ناوړه ګټې اخېستنې مخه ونېسي.