یوناما په خپل وروستي راپور کې: د تېر کال په پرتله د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی

روهي ( څلور نۍ/ ۷ د لړم) وروستي تاوتریخوالي ته په اندېښنې پرون په افغانستان کې د یوناما مشرې دیبورا لیونز او د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح په لیدنه کې هوکړه وشوه، چې روانه جګړه او تاوتریخوالی باید پای ته ورسول شي.

 د دوی په خبره چې دلته د هر افغان وژنه او ټپي کیدل غمیزه ده او په کلکه یې باید د مخنیوي هڅه وشي.

یوناما په خپل نهه میاشتني راپور کې چې پرون یې خپور کړی څرګندوي، چې د تېر کال  په پرتله په افغانستان کې د روان ۲۰۲۰ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۳۰ سلنه د ولسي مرګ ژوبلې په برخه کې کموالی راغلی.
 
یوناما د ۲۰۲۰ کال  د لومړيو نهو میاشتو په راپور کې ویلې، چې په همدې موده کې ۲۱۱۷ افغانان وژل شوي او ۳۷۲۲ نور ټپیان شوي دي.