انجیر هغه میوه دو چې د نورو ډېرو ګټو تر څنګ د دې ناروغۍ په له منځه وړلو کې هم مرسته کوي او د دې تر څنګ د وزن په کموالي او د پوستکي د ناروغۍ د له منځه وړلو له پاره هم د درملو په حیث کارول کېږي او د دې تر څنګ د وزن په کمواالي کې هم مهم رول لري، دا چې دا میوه څه ډول و کارو چې زومږ له پاره ګټوره تمامه شي په دې ځای کې یې ولولئ.
د وزن د کموالي لامل کېږي:
په انجیر کې چې کوم فیبر دي، هغه د وزن د کموالي لامل کېږي، چې په دې خاطر هغو کسانو ته د انجیرو د خووړلو ویل کېږي، چې د دوی وزن زیات وي. خو پر دې سربېره انجیر د ډېرې کالوري لرونکی هم دی، چې د زن د زیاتوالي لامل هم کېږي، خصوصاْ کله چې انجیر له شېدو سره و خوړل شي د وزن د زیاتوالي لامل کېږي.
د انجیرو څودانې د پوره خوړو په ډول وړاندیز کېږي، چې د انجیر په خوړلو کې باید احتیاط شي او له حده ډېر خوړل یې زیان لري.
دانجیر خوړل د کلسترول د سطحې د کنترول لامل کېږي:
د انجیرخوړل له نورو خواصو څخه پرته یو هم د کلسترول د سطحې کنترولول دي. انجیر د پکتین او یوه انداز فیبرمحلول لرونکی دی. کله چې دا فیبر هاضمې په برخه کې جریان پیدا کوي،چې وروسته په کولمو کې د کلسترول کوچنۍ ټوټې دفعه کوي. په انجیر کې چې کوم پکتین دي، هغه محلول د کولومو په حرکت کې هم ښه والی راولي. انجیر د زیاتو فیبر لرونکو موادو له ډلې څخه دی، چې د طبیعي ملین په ډول عمل کوي. د فیبر زیات کارول په خوړو کې د ډېرو ناروغیو د مخنیوي لامل کېږي او د کولمو د سرطان د مخنیوي لامل هم کېږي.
وروستي